د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د افغانستان په شمال کې د طالبانو د کومانډو د یوه قومندان د وژلو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ریاست پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه قومندان فیضالله نومېده او په کندز کې یې د طالبانو د کومانډو برخې مشري په غاړه درلوده.
د خبرپاڼې له مخې هغه له خپلو درېیو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ پر یوې پوستې ېې برید وکړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.