د روسیې دفاع وزیر وايي، مسکو او واشنګټن هغې موافقې ته نور هم نېږدې شوي چې د سوریې په کلابند شوي ښار حلب کې بشري بحران به حل کړي.
سیرګي شوېګو پرون د روسیې «۲۴» ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، دوی هغې موافقې ته ګام په ګام د نېږدې کېدو په حال کې دي چې په حلب کې د سولې د ټینګښت امکان به رامنځته کړي او د دې ښار ځورېدلي خلک به وکولای شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
شوېګو زیاته کړه چې د روسیې او امریکا استازي د خبرو په یو جدي پړاو کې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم پرون په حلب کې د ټولو اړخونو په ګډون د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
سېرګي لاوروف د روسیې په ایکاترینبورګ ښار کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والټر شټاین مایر سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"موږ د حلب د حالاتو په اړه خبرې وکړې. هیلهمن یو چې موږ به د روسیې، متحدو ایالاتو او نهیوازې د نورو لوېدیځو هېوادونو بلکې د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون په حلب کې د ملي وګړو وضعیت ښه کړو او د هغو وسلهوالو مخه به ونیسو چې د حلب ښار ځینې برخې یې په لاس کې دي."
په حلب کې چې د سوریې دوهم لوی ښار او تجارتي پلازمېنه بلل کېږي روانه جګړه په دې هېواد کې د روانې شپږ کلنې کورنۍ جګړې د اصلي محور بڼه غوره کړې ده.
امریکايي چارواکو هم ویلي چې د حلب په اړه د دواړو خواوو تر منځ د خبرو ور پرانیستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ترودو «Elizabeth Trudeau» پرون وویل چې د امریکا او روسیې استازي په خپلو کې نېږدې تماسونه لري.