رادمنش: داعش او طالب جنګیالیو ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش او طالب جنګیالیو د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون لسګونه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د ننګرهار په کوټ، د هلمند په ګرمسېر، د بغلان په دهنې غوري، د کندز په امام‌ صاحب او قلعۀزال کې تر ټولو ډېرې حملې شوي دي او د افغانانو لسګونه دښمنان وژل شوي دي."

د افغانستان دفاع وزارت د دې څرګندونو تر څنګ یو شمېر بهرنیو رسنیو بیا لیکلي چې دا مهال د افغانستان په شاوخوا ۵۴ ولسوالیو کې وسله‌والې نښتې روانې دي.