د ملکي تلفاتو د مخنیوي او کمولو بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار مرستیال محمد سلېمان کاکړ په مشرۍ، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او کمولو مشترک بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه.

د ملي امنیت شورا له‌خوا نن په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د ملکي تلفاتو په اړه د راپور جوړونکو نړيوالو او ملي ادارو د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو تر منځ پر همغږۍ ټینګار شوی.

خبرپاڼه وایي چې په‌ دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو، د غوڅ ملاتړ ځواکونو، یوناما، سره صلیب کمېټې، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.

د ملکي تلفاتو د کمولو او مخنيوي مشترک بورډ د افغان ولسمشر د حکم له مخې رامنځته شوی او په هرو درېیو میاشتو کې نوبتي غونډې کوي.