د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینماير د روسيې په يکا تيرين بورګ ښار کې سره لیدلي او د خبرو تمرکز يې پر اوکراین او سوریه وو.
د نننۍ غونډې په ترڅ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال دواړو وزيرانو ټينګار وکړ چې د منسک اوربند د موافقې ملاتړ کوي.
لاوروف ويلي، مسکو چمتو دی شواهد وړاندې کړي چې ښيي کيېف غواړي په کریميا کې حملې وکړي.
کريميا هغه سيمه ده چې روسيې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې ونښلوله.
مسکو نهغواړي له اوکراين سره د دې پېښې پر سر ډیپلوماټيکې اړيکې له منځه يوسي او د لاوروف په خبره دا کار به يو جدي اقدام وي.
ده زياته کړه:
"موږ واقعاً هر څه نهشو په ډاګه کولای خو له دې سره چې تاسو په ټلوېزيون کې څه وينئ، موږ کره شواهد لرو چې ښيي د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو رياست له ډېرې مودې راهيسې د سبوتاژ پر دغه پلان کار کوي او غوښتليې د روسيې په کريميا کې وضعيت کړکېچن کړي."
اوکراين د داسې حملو پلان يا په اړهيې د معلومات درلودل رد کړي دي.
لاوروف د سوريې په اړه وويل چې د حلب شاوخوا سيمو کې د اوربند اړتيا ده خو لومړی باید د ترورېستانو پر ضد جګړه وشي.
شټاين ماير وويل، په وروستيو څو اوونيو کې په اوکراین کې د وضعيت ترينګلتيا اندېښمنوونکې ده او له مسکو او کيېف دواړو يې د دغه سبوتاژ د پلان په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.