لوګر پوهنې ریاست: محمداغه کې ۸ تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلان وایي، په محمد اغې ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو له لوري اته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب نن په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ښوونځي د یوې ورځې له تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوي دي او اوس مهال زده کوونکي کولای شي چې ښوونځیو ته لاړ شي."

ښاغلي عرب د دغو ښوونځيو د تړل کېدو عواملو په اړه څه ونه‌ویل.

خو تر دې وړاندې د معارف چارواکو ویلي چې د ناامنیو له وجې په بېلابېلو برخو کې سلګونه ښوونځي تړلي دي.