د هرات د انجیل ولسوالۍ امنیتي مسؤلان وایي، د جومات یو ملا امامیې پر خپلې لور د جنسي تېري په تور نیولی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل دغې ۱۶ کلنۍ نجلۍ ویلي چې پلار یې له اوو کلونو راهیسې له هغې سره دغه ډول ناوړه کړنه کړې او یو ځل هم ترې حامله شوې ده.
دغې نجلۍ ویلي چې په یاده موده کې د خپل پلار له وېرې نهده توانېدلې چې دا موضوع افشا کړي.
سره له دې چې د جومات دغه ملا امام په ځان تورونه رد کړي دي خو د هغه مېرمن د خپلې لور ادعا منلې ده.