د نورستان په وانټ وایګل کې اوس هم جګړه روانه ده، دولتي مسؤلین وایي په یاده جګړه کې ۴۰ تنه وسلهوالو وژل شوي او زیات شمېر يې ټپيان دي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې جګړې د مازیګر ناوخته پورې دوام کړی چې پهکې لسګونو وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه:
"جنګ خو لا ختم هم نه دی او دومره شدت هم نه لري، جنګ شته، څلویښتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د شلو مړي يې د جنګ په میدان پاتي."
هغه وايي، په جنګ کې درې افغان سرتیري وژل شوي او اووه تنه ټپیان دي، زخمیان روغتون ته رسول شوي چې ډاکټرانو يې روغتیايي حالت ښه ښودلی.
والي وایي، د جنګ سیمې د ملي اردو ځواکونه او د دفاع وزارت هلېکوپټرې رسیدلي او په هلته پرتو سرتیرو سره مرسته کړې ده.
هغه وايي، نننې برید کې په سلګونو کسانو برخه درلوده چې پهکې بهرنیان هم موجود و.
د نورستان ولایتي شورا رئیس انجینر سعدالله "پاینده زوي" وايي، په لومړیو شېبو کې وسلهوالو طالبانو درې امنیتي پوستې ونیولې خو افغان ځواکونه ډېر ژر په دې بریالي شول چې د وسلهوالو مخالفینو سخت برید په شا وتمبوي.
دی وايي:
"فعلاً د اردو په تللو سره حالات لږ څه ارام شوی دی، مخالفینو ته هم تلفات اوښتې دي. د سیمې خلک له کورونو وتلي.خلک ویریږي که جګړه اوږده شي نو دی به ډېرو ستونزو سره مخ شي، موږ اوو شهیدان او څه زخمیان لرو."
په کونړ کې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي وایي، د اسعداباد مرکزي روغتون ته ۱۱ ټپیان راوړل شوي چې دوه يې ترې جلال اباد ته لیږلي او د نورو حالت ښه دی او هم دلته درملنې لاندې دي .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي چې د وانټ وایګل په جګړه کې يې درې امنیتي پوستې نیولي، ګڼو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او جګړه اوس هم روانه ده.
نن د نورستان د وانټ وایګل ترڅنګ د کونړ په وټه پور،غازي اباد کې هم نښتې شوي او په مرکز اسعداباد هم د میزایلو څلور توغندي راویشتل شوي خو چارواکي وایي چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.
راپور : روح الله – انوري