سرګي لاوروف: جرمني سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یوه ورځ مخته تر دې چې له خپل جرمني سیال سره وګوري، د دواړو هېوادونو تر منځ د خړ پړ شویو اړیکو ملامتي پر برلین واچوله.

سرګي لاوروف پرون د سویردلوفسک «Sverdlovsk» د سیمې له والي سره په یکاتریبنورګ «Yekaterinburg» کې په غونډه کې وویل، موږ له جرمني سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوو او دا چې نن ورځ دغه اړیکې په یوه سخت پړاو کې دي دا زموږ ګناه نه‎ده.

ټاکل شوې ده چې لاوروف او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر به نن له انرژۍ سره په تړاو یوه غونډه کې له ګډون وروسته سره خبرې وکړي.

ویل کېږي دواړه مشران به د سوریي د کړکېچ او اکراین په ګډون پر یو لړ مسئلو تمرکز وکړي.

جرمني چې د اروپایي اتحادیې د قدرت مرکز ګڼل کېږي، یو له هغو هېوادونو دی چې پر روسیې یې د اوکراین د کریمیا د لاندې کولو او په اوکراین کې د مداخلې په خاطر د بندیزونو د دوام سخت ملاتړ کړی دی.