د بوکو حرام سخت دریځې اسلامي ډلې پرون یوه وېډیو خپره کړه چې ظاهراً پهکې هغه په لسګونو نایجریايي نجونې ښکاري چې دې ډلې دوه کاله مخکې د شپې له یوه ښوونځي څخه تښتولې وې.
بوکو حرام د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د نایجریا له شمال ختیځ د چیبوک سیمې له ښوونځي څخه له ۲۷۰ زیاتې نجونې یرغمل کړې وې چې تر اوسهیې له دوو سوو زیاتې تري تم دي.
په هغې وېډیو کې چې دې ډلې خپره کړې د یوه سړي چې مخیې پټ او ټوپک په لاس دی شاوخوا یوه ډله نجونې لیدل کېږي چې اسلامي حجابیې اغوستی دی.
دغه کس پر حکومت غږ کوي چې د دغو نجونو د خوشې کېدو په بدل کې دې د بوکو حرام بندیان خوشې کړي.
هغه دا هم وایي چې یو شمېر نجونې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
بوکو حرام سخت دریځې ډلې چې د لوېدیځ د زده کړو ضد ده، په ۲۰۱۵ کال د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کړی دی.