په بریټانیا کې دېره د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي چې پرون او وړمه ورځ د سوریې حلب ښار پر هغو سیمو چې د وسلهوالو مخالفینو په لاس کې دي، د سوریې حکومت او روسیې د جنګي الوتکو په هوایي حملو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د سوريې حکومت هڅه کوي چې دغه ښار بېرته ونیسي.
د بشري حقونو دغې ډلې وویل، په دغو دوه ورځنیو حملو کې د حلب ښار شاوخوا ۴۵ ملکیان او په څنګلوري ادلیب ولایت کې هم ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د بشري حقونو ډلې وویل، پرون د حلب ښار پر یو شمېر هغو برخو کې سختې جګړې وروسته له هغې وشوې چې یاغیانو د ښار په شمال لوېدیځ او جنوب کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو حملې وکړي.
پر حلب ښار د ولکې د ټینګولو لپاره د وروستیو اوونیو سختو جګړو په ترڅ کې په سلګونو کسان وژل شوي او ملکي وګړي هم د اړتیا وړ لومړنیو موادو بېبرخې شوي دي.