د هلمند امنیه قومندان د سړک غاړې ماین چاودنه کې ټپي شوی

د راپورونو له مخې د هلمند امنیه قومندان د سړک غاړې ماین چاودنه کې ټپي شوی دی.

له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کېنتوز چې پرون د لښکرګاه کندهار تر منځ د لویې لارې د خلاصون په عملیاتو بوخت و، پرې د سړک غاړې یو ماین وچاودېد.

په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او د امنیې قومندان په ګډون درې نور پولیس ټپيان شوي دي.

په خپله کېنتوز هم رسنیو ته ویلي چې دی روغ دی او د ملګرو ټپونه‌یې هم برسېرن دي.

د هلمند امنیه قومندان دا هم وویل چې د لښکرګاه کندهار تر منځ لاره چې د نهر سراج په سیمه کې له تېرو لسو ورځو راهیسې بنده وه، سر له ننه به (دوشنبې) بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.