اتمر: پاکستان دې وښيي چې چا پر ترورېستانو ډېرې حملې کړي؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، پاکستان ته‌یې ویلي چې که د ترورېزم په وړاندې د پراخې مبارزې ادعا کوي، دا دې وښيي چې دې هېواد پر ترورېستانو ډېرې حملې کړي که افغانستان.

محمد حنیف اتمر دا څرګندونې تېره ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې له اسلام‌اباد سره د کابل د وروستیو ترینګلو اړیکو په اړه د ېوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

اتمر وویل، موږ په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ کال د خونړۍ حملې د یوه عامل په ګډون ډېر داسې کسان نیولي چې د پاکستان تر تعقیب لاندې و او هغوی ته مو اجازه هم ورکړې وه چې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې وکړي، خو پاکستان تر اوسه نه د کوټې شورا او نه‌ هم د حقاني شبکې په وړاندې څه کړي دي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"د دوی ماشومان‌یې چې وویشتل په پېښور کې، یو کس و په نامه د مفتي خالد هغه مو دستګیر کړ. دوی مو راوغوښتل چې دا دی ورڅخه پوښتنې وکړئ. دا هغه کس دی چې تاسو روزلی و، ستاسو په مدرسو کې ستاسو په پیسو روزل شوی، اوس‌یې هغه دی ستاسې ماشومان در ووژل، نو له دوی څخه ما یوه پوښتنه وکړه چې دا خو زموږ کار دی تاسو موږ ته یو کس را وښایاست چې زموږ اولاد یې وژلی وي او تاسو نیولی وي، د حقاني شبکې یا د کوټې د شبکې څخه."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د داعش د مشر حافظ سعید چې پخوا د پاکستان د تحریک طالبان غړی و، وژل کېدو ته په اشاره وویل چې تر اوسه‌یې د دغې ډلې شاوخوا دولس مشران وژلي خو که داعش په پاکستان کې د ځان لپاره امن ځای ومومي او هلته مالي ملاتړ ترلاسه کړي، دغه ستونزه به لا پراخه او دوامداره شي.