د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د اختلاف اساسي ټکي څه دي؟

په داسې حال کې چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د سیاسي اختلافاتو د هواري څرک نه‌لګېږي، د اجرائیه ریاست چارواکي وایي، یو د اختلاف اساسي ټکی په بشپړه توګه د سیاسې موافقې نه‌عملي کول دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، سیاسي موافقه نه‌یوازې دا چې په بشپړه توګه تطبیق شوې نه‌ده بلکې د هغه د تطبیق لپاره هغه اړین اقدامات چې ضروري دي هم نه‎دي شوي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په هوکړه‌لیک کې څو بحثونه چې موجود دي، د ټاکنو د نظام د اصلاح، د لویې جرګې جوړېدل، د تذکرو وېش، د اساسي قانون د تغییر لپاره د ځانګړي کمېسیون ایجاد، د دغو اساسي بحثونو د یوه په برخه کې هم پرمختګ نه‌دی شوی."

د دغو اختلافاتو په ترڅ کې د جمهوري ریاست یوه منبع وایي چې عبدالله عبدالله په ارګ کې په هغو غونډو کې چې پخوا یې ګډون کاوه په وروستیو څو ورځو کې ګډون نه‎دی کړی.