سوريه کې يوې انتحاري حملې لږ تر لږه ١٥ کسان ووژل

په سوريه کې د ترکيې پولي ته نېږدې په يوه بس کې دننه يوه ځانوژونکي بريد لږ تر لږه ١٥ کسان ووژل او ٢٥ تنه نور ټپيان کړل.

د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، دغه حمله تېره شپه ناوخته د ترکيې پولې ته نېږدې په اطمه سرحدي سيمه کې شوې ده.

د دې ادارې په خبره دغه بس د سوريې د کورنۍ جګړې جنګيالي لېږدول.

په هغو تصويرونو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي او روېټرز اژانس وايي، کره والى يې نه‌شي تائيدولاى، د ويجاړ شوي بس موټر ټوټې ښکاري او روغتيايي کار کوونکي د ټپيانو درملنه کوي.

د سوريې ادلب ولايت چې اطمه سيمه په‌کې پرته ده، د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ د هغو مخالفانو عمده مرکز دى چې ترکيه‌يې ملاتړ کوي.