د روسيې د شمالي قفقاز په داغستان جمهوريت کې چارواکو د امنيتي تدابيرو اعلان کړى دى.
چارواکو نن وويل چې امنيتي ځواکونو يو کور محاصره کړى چې ادعا کېږي ګڼ سخت دريځي وسلهوال به پهکې پټ وي.
د دوى په خبره يو سخت دريځى وسلهوال وژل شوى هم دى.
داغستان د هغو وسلهوالو جنايتکارو ډلو او سخت دريځو وسلهوالو له کبله چې هڅه کوي په شمالي قفقاز کې اسلامي خلافت ټينګ کړي، د تاوتريخوالي ښکار شوى دى.