د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ مواصلاتي لاره د موټرو پرمخ پرانیستل شوه او اوس په دغې ولسوالۍ کې امن دی.
د نوموړي وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغاستان د وسلهوالو قوتونو لوی درستیز قدمشاه شهیم د څمکنیو او جانيخېلو ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې په ولسوالیو کې چاڼیز عملیات د ولسوالیو د امنیت په خاطر ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جانيخېلو ولسوالۍ ناروغان او ټپیان د هليکوپټرو په وسیله مرکز ته انتقال شول.
دغه اقدام په داسې وخت کې کېږي چې تېره ورځ د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدنکو په جانيخېلو ولسوالۍ کې د ملي اردو د ټپیانو او وژل شویو د انتقال پروسې ته د نهپاملرنې په غبرګون کې د سالنګ لویه لاره ټړلې وه.