غني: د ملي یووالي حکومت د خپلو اهدافو په پوره کېدو بریالی شوی

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د خپلو اهدافو په پوره کېدو بریالی شوی دی.

ښاغلي غني نن د ځوانانو روزنیز پارلمان په پرانیست غونډه کې وویل، د مشرتابه د اصل له مخې یې افغانستان له انزوا وژغوره او برعکس هغه ګاونډیان‌یې منزوي کړل چې افغانستان ته بدبینه وو.

ښاغلي غني که څه هم له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د اختلافاتو په اړه په واضح څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې مشري په عکس‌العمل نه‌کېږي.

ښاغلی غني وايي:

"مشرتابه دا نه‌ده چې عکس‌العمل وښيي په عکس‌العمل باندې مشرتابه نه‌کېږي، مشرتابه په دې کېږي چې ماحول ته څنګه تغییر ورکړو، که قوت د تغییر د ماحول ونه‌لري د ولس ارزوګانې دې صفر ته راښکته کړي."

تېره پنجشنبه اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله پر ولسمشر تند انتقادونه وکړل او ویې ویل، هر هغه څوک چې د بحث حوصله نه‌لري، د ریاست لیاقت هم نه‌لري.