نامعلومو وسلهوالو تېره شپه د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې يو ښوونځی په بمونو الوزولی دی.
د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني ازادي راډیو ته وویل چې د سفیدکي په نوم دغه ښوونځی چې د اسحاقزو د مانده په سیمه کې موقعیت لري تېر ماسخوتن درې بجې یې تعمیر په بمونو الوزول شوی.
د ولسوال په وینا وسلهوالو لومړی د دغه ښوونځي یو ساتونکی تړلی او بيا يې وروسته په ښوونځيو کې بمونو ته چاودنه ورکړې چې له املهيې د ښوونځي پوخ تعمير تخريب او ټولګي نړېدلي دي.
ولسوال وايي چې په دغه ښوونځي کې د سیمې شاوخوا ۱۲۰ ماشومان زده کړه کوله.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.