د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن ترکیې ته ځي

ټاکل شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه نېټه ترکیې ته سفر وکړي.

بایډن په داسې حال کې ترکیې ته ځي چې د تېرې میاشتې له ناکامې کودتا وروسته د حکومت پر سیاسي مخالفینو د ځپونکو اقداماتو له کبله د انقرې او لوېدیځ په اړیکو کې کړکېچ رامنځته شوی دی.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرېم او د سپینې ماڼۍ سرچینو پرون د بایډن سفر چې د جولای د ۱۵مې له کودتا وروسته ترکیې ته د یوه جګپوړي امریکايي مقام لومړی سفر دی تائید کړ.

ییلدرمې وویل، په امریکا کې د دېره دیني عالم فتح‌الله ګولېن د استرداد د غوښتنې په برخه کې د انقرې په وړاندې د واشنګټن په دریځ کې مثبت بدلون راغلی خو په دې اړه‌یې جزئیات ورنه‌کړل.

د ترکیې حکومت پر ګولېن تور لګولی چې د دې ناکامې کودتا په تنظیم کې یې لاس درلود.

انقره د ګولېن سازمان ترورېستي غورځنګ بولي او ترکیې ته د نوموړي د سپارلو غوښتنه کوي خو واشنګټن له دې مخکې ویلي دي چې د دې تورونو په اړه مؤثق اسناد غواړي.

ګولېن په کودتا کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

صدراعظم ییلدرېم همداراز یادونه وکړه چې د دې ناکامې کودتا په تړاو د قاضیانو، پوځیانو او ملکي مأمورینو په ګډون ټول یو اتیا زره څلورسوه او څلور نوي کسان یا له دندو لیرې شوي او یا یې دندې ځنډول شوي دي.