د سویس پولیس وايي، یوه سویسي ځوان پرون په شمال ختیځ سینت ګالن «St. Gallen» ښار کې یوه اورګاډي ته اور واچاوه او مسافر یې په چاړه ووهل چې په نتیجه کې شپږ کسان د چړو او اور د ټپونو له کبله روغتون ته استول شوي دي.
ویل کېږي چې په ټپیانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی او چارواکو ویلي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د راپورونو له مخې برید کوونکی چې ۲۷ کلن دی هم په ټپي حالت کې روغتون ته بیول شوی دی.
د دې برید علت تر اوسه نهدی روښانه شوی. په دې اړه چې ایا دا یو ترورېستي برید و کنه د سویس د پولیسو یو مقام وویل چې دوی دا احتمال نهردوي او نهیې تائیدولای شي.
په اروپايي هېوادو کې په وروستیو څو میاشتو کې د خونړیو حملو له لړۍ وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیارسی امر شوی.