مولېني: بُست روغتون کې صحي خدمات له ستونزو سره مخ شوي

په افغانستان کې د بې‌سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه ته د جګړې د لمنې نېږدې کېدو د بُست په روغتون کې خلکو ته د صحي خدماتو رسول له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بې‌سرحده ډاکټرانو ټولنې په یوه بیان کې په افغانستان کې د خپل استازي ګلیهم مولېني په حواله ویلي، جګړې د دې باعث شوي چې ناروغان دې روغتون ته نه‎شي تللی او ځکه د ناروغانو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

د بُست د درې سوه بستریز روغتون چارې د بې‌سرحده ډاکټرانو ټولنه او د افغانستان د روغتیا وزارت په ګډه پرمخ بیايي.

لښکرګاه ته د نيږدې سیمو په ګډون د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې له څو اوونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي.

د هلمند ولایتي شورا رئیس کریم اتل پرون ازادي راډیو ته وویل چې هلته اوس هم درنې جګړې روانې دي.