په نیویارک کې یو مسلمان ملا او یو ملګری یې پرون ماسپښین وروسته له دې ووژل شول چې د ماسپښین لمونځیې ادا کړ.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل، حمله کوونکی په دوی پسې له شا ورغی او دواړهیې پر سر وویشتل.
د پولیسو په وینا تر اوسه پورې حمله کوونکی نیول نهدی شوی.
د نیویارک ښار د پولیسو ویاندې وویل، د دې حملې علت تر اوسه نهدی څرګند شوی او داسې شواهد هم نهدي ترلاسه شوي چې ایا دا دوه تنه د خپلې عقیدې په خاطر ویشتل شوي، خو له دې سره سره پولیس دا احتمال نهردوي.