د داعش ډلې وسلهوالو د سوریې له شمالي ښار منبج څخه د تېښتې پر مهال هغه سلګونه ملکي وګړي خوشې کړي چې دوی د انساني سپر په توګه کارول.
د منبج پوځي شورا غړي شرفان درویش روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش له وسلهوالو څخه دوه زره ملکي وګړي چې برمته شوي وو، ژغورل شوي دي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څار ټولنې د راپور له مخې څو سوه ملکیان چې په منبِج کې د داعشیانو لهخوا اسیران شوي وو، د داعش وسلهوالو له تېښتې وروسته ازاد شول.
د داعش ډلې وسلهوالو په تېښتې د منبج ښار اوسېدونکو خورا زیاته خوشالي څرګنده کړه.
د ښار یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نومیې نهدی اخیستل شوی روېټرز خبري اژانس ته وویل:
"شکر د خدای. موږ خوشاله یو. د خدای شکر پرځای کوم چې د محمد په نوم د داعش د یوه غړي له شرهیې خلاص کړو."
د ځینو کسانو لپاره له منبج ښار څخه د داعش د وسلهوالو تېښته د نه منلو خبره وه، لکه دا مېرمن چې وايي، باور نهشي کولای او فکر کوي چې خوب ویني.
د منبج ښار اوسېدونکو د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو څخه هم له دې کبله چې د داعش ډلې په شړلو کې یې مهمه ونډه درلوده، خپل ملاتړ اعلان کړ.
دا مېرمن د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو سرتېرو ته وايي چې هغوی د خپل اولاد په څېر ګڼي، اتلانیې ګڼي او ورته وايي چې ځای یې د دوی په زړونو او لیمو کې دی.
د منبج اوسېدونکي وايي چې داعشیانو به خلک اعدامول او د هغو مړي به په ورځو ورځو هلته پاتې وو.
منبج ښار په ۲۰۱۴ کال کې د داعش وسلهوالو لاس ته ولوېد. د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو لهخوا له دې ښار څخه د داعش په شاتمبول د دې ډلې تر ټولو ستره ماتې ده.
د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه چې له کردانو او عربانو څخه جوړ شوي دي، د امریکا پوځ له هوايي ملاتړ څخه برخمن دي.
دې ځواکونو ویلي چې د داعش وسلهوالو د جمعې په ورځ جرابلس ښار ته د شاتګ پر مهال د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا دوه زره ملکیان برمته کړي وو، څو په هوايي حملو کې په نښه نهشي.
جرابلس چې سرحدي ښارګوټی دی لا هم د داعش په ولکه کې دی.
له تېرې مې میاشتې راهیسې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو لهخوا د پیل شویو پوځي عملیاتو هدف له ترکیې سره د ګډو پولو په اوږدو کې له پرتو سیمو څخه د داعش ډلې ایستل دي.