ټایلنډ وايي هڅه کوي د وروستیو چاودنو تر سره کونکي ونیسي

د تایلند چارواکي د هغو مجرمینو په لټه کې دي چې ددغه هېواد په ځینو توریستي سیمو کې په بمي چاودنو کې لاس لري.

په دې وروستیو کې په تایلند کې د بمي چاودنو په نتیجه کې څلور تنه وژل شوي او دولس ټپیان دي.

دغه چاودنې د اګست پر یولسمه او دولسمه نیټه په پوکیت، ترانګ او سورت ساني توریستي ښارونو کې وشوې.

د تایلند پولیس وایي ددغو بریدونو هدف تروریستي اقدام نه بلکې سیمه ییز سبوتاژ دی.

تر اوسه ددې چاودنو مسولیت چا نه دی اخیستی.