غالب: د انرژۍ ملي شبکې ۵ کلنه طرحه بشپړه شوې

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسولین وايي چې د هېواد د ځان بسیا کېدو لپاره د انرژۍ د ملي شبکې پنځه کلنه طرحه بشپړه شوې او ډېر ژر به ولسمشر ته وړاندې شي.

د دغه وزارت د انرژۍ د برخې سلاکار امان الله غالب ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغې پنځه کلنې طرحې په عملي کیدو سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د انرژۍ د ملي شبکې سره وصلیږي.

نوموړی وویل چې د انرژۍ د ځان بسیا کیدو د ملي شبکې له مخې به په افغانستان کې په راتلونکو پنځو کلنو کې ۲ زره میګاواټه بریښنا تولید شي چې په کې به څه باندې ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.