د جوزجان په قوش تیپې ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفان دوه وروڼه په ګولۍ ویشتي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن ازادي راډيو ته وویل چې مخالفانو دغه ورونه له خپلو کورنو ویستي او بیایې وژلې دي.
له بلې خوا د سیمې اوسیدونکي وایي چې دغه وسله وال د داعش ډلې اړوند دغه دوه ورونه یې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.