غورځنګ: د اتمر وروستي سفرونه د لاسته راوړنو ډک و

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي تاجکستان او قرغزستان ته د حنیف اتمر سفر د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت سلاکار دغو دوو هېوادونو ته د سفر پرمهال له تروریزم سره د ګډې مبارزې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي اتمر په دغه سفر کې د تاجکستان او قرغزستان د ولسمشرانو په ګډون له بېلابېلو چارواکو سره د امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ بیرته کابل ته ستون شو.