هلال: د حزب اسلامي پلاوي سره د سولې خبرې بیا پیلېږي

افغان چارواکي وایي د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ مذاکرات به بیا پیل شي.

د سولې په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار قطب الدین هلال ازادي راډيو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به مطلوبه نتیجه ولري.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند امین مظفري هم د دواړو لورو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پيل خبره کوي:

"د حزب اسلامي یو شمېر غړي کابل ته راغلي او یو شمېر نور یې لا کابل ته نه دي راغلي چې د دغه پلاوي د پاتي غړو په راتګ سره د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات پیلېږي."

د افغانستان حکومت او د حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ دوه میاشتي وړاندې د یوې هوکړې وروسته دغه پلاوی د دویم ځل لپاره کابل ته راځي.