حیات: د لښکرګاه ـ کندهار لارې پرانیستلو کې پرمختګ شوی

د هلمند والي وايي، د هغې لارې د پرانیستلو په هڅو کې پرمختګ شوی چې لښکرګاه د هرات – کندهار له لویې لارې سره تړي.

حیات الله حیات ازادي راډیو ته وویل، ددې لارې د پرانیستلو لپاره یې د دواړو خواوو څخه عملیات پیل کړي وو او له دواړو خواوو څخه په دې عملیاتو کې ښکیل امنیتي ځواکونه له یو بل سره یوځای شوي دي.

نوموي هیله څرګنده کړه چې ډیر ژر به دا لاره د عامو خلکو د تګ راتګ لپار پرانیستل شي.

د هلمند والي ښاغلي حیات زیاته کړه چې د ناوې ولسوالۍ مرکز کې یې دولتي ودانۍ له وسله والو پاکې کړې او دا مهال په ګرم سیر کې د وسله والو د خوځښتونو په ځپلو بوخت دي.

نوموړي ددې جګړو د تلفاتو په اړه وویل:

"هغه راپورونه چې نه دي تایید شوي د سیمې د خلکو له خولې وايي چې د دښمن ۷۵۰ کسان مړه او ټپیان دي، هغه راپورونه چې زموږ د ادارو له خوا تایید شوي په تېرو څو ورځو کې دوه نیم سوه وسله وال په دې جګړو کې مړه او ټپیان شوي دي، زموږ د امنیتي ادارو مرګ ژوبله د پنځوسو په شا او خوا کې ده."

بل خوا د دفاع وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې د کندهار ـ هرات لویه لاره له یوې اونۍ بندیدو وروسته د ملي اردو د ځواکونو او د کندهار د امنیې قومندانۍ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې بیرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.