د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید وژل شوی

په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشر حافظ سعید د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

په پاکستان افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا یې د حافظ سیعد د وژل کیدو شواهد کتلي دي.

نوموړي ویلي، دا تاییدولی شي چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې مشر حافظ سعید خان د جولای په ۲۶ نیټه په کوټ ولسوالۍ کې، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ددې ډلې د څو نورو مهمو قومندانانو سره وژل شوي دی.

د امریکا یو دفاعي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډه ډه کوله هم د رویټرز خبري اژانس ته پرون جمعه تایید کړې چې د ننګرهار په ولایت کې په یو برید کې په سیمه کې د داعش ډلې مشر حافظ سعید وژل شوی دی.

د حافظ سعید د وژل کېدو په اړه تېر کال هم استخباراتي ادارو راپورونه ورکړې و خو وروسته دا راپورونه تایید نه شول.

څارونکي وايي، که چېرې حافظ سعید وژل شوی وي دا به د اسلامي دولت د وسله والې ډلې لپاره چې غواړې په افغانستان او پاکستان کې نفوذ پراخه کړي دروند ګوزار وي.