په سوریه کې یو روسی سرتېری وژل شوی دی.
دا سرتېری د شمالي قفقاز د کبارډینوـ بالخاریا "Kabardino-Balkaria"د سیمې اوسیدونکی ښودل شوی دی.
د دې سیمې والي یوري کوکوف د جمعې په ورځ په انسټاګرام کې ولیکل چې اسکر بیژویف په سوریه کې د پوځي ماموریت پر مهال وژل شوی دی.
یوري کوکوف وايي، دې سرتېري ته د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په فرمان له مرګ وروسته د زړورتیا میډال ورکړل شوی چې مور پلار ته یې سپارل شوی دی.
په رسینو کې د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویل شوي چې بیژویف قرادادي سرتېری و چې وروسته د جګړنۍ تر رتبې ورسید.
دوی وايي دا روسي سرتېري د مې په ۱۹ نیټه وژل شوی.
له دې سره په سوریه کې د وژل شویو روسي سرتېرو رسمي شمېره چې چارواکو تایید کړی ۱۹ تنو ته ورسېده.
روسیه د ۲۰۱۵ م کال د سیپټمبر راهیسې د سوریې د رژیم په ملاتړ د غلته د وسله والو ډلو خلاف عملیاتو کې برخه لري.