په بغلان ولایت کې د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت د آشي آرا کاراټې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان د بدنې روزنې ریاست مشر احمد شاه مومني نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له اتو کلپونو څخه ۶۰ لوبغاړو ګډون کړي وو چې ۲۷ تنو یې د سر زرو، سپین زرو، او برنزو مډالونه وګټل.
د ښاغلي مومني د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ پرون مازدیګر پای ته ورسېدي.