رحیمي: د کندهار د صنعتي پارک ګڼې ستونزې حل شوي

د کندهار د اقتصاد ریاست مسولین وايي چې د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې له خوا په تازه افتتاح شوي پروژې سره د کندهار د صنعتي پارک ځينې ستونزې پای ته ورسېدې.

د دغه ریاست مشر محمد رحیم رحیمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په وروستيو کلونو کې د کندهار ولایت صنعتي پارک له ډېرو ننګونو سره مخ وو خو اوس یو شمېر ستونزې لکه د برېښنا ستونزه یو څه حل شوې ده.

د کندهار ولایت د صنعتګارانو اتحاديي د افغانستان د پانګې‌ اچونې د ملاتړ ادارې له عمومي رييس ښاغلي محمد قربان حقجو سره په لیدنه کې د یو شمېر پروژو قراردادونه منظور کړل چې له مخې یې د کندهار په صنعتي پارک کې سړکونه، پل او پلچکونه جوړېږي.