د غور چارواکو د پسابند ولسوالۍ د محاصرې راپورونه رد کړل

د غور ولايت چارواکو په پسابند ولسوالۍ کې دېره افغان ځواکونو ته د اکمالاتو په رسولو کې د ستونزو خبرونه رد کړل.

تر دې مخکې په دې ولسوالۍ کې ځينو دېره افغان سرتېرو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د محاصرې په حال کې دي او په منظم ډول اکمالات نه ورته کېږي.

د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي ازادي راډيو ته وويل، په پسابند ولسوالۍ کې يوازې ملکيان د سون او نورو موادو له قحطۍ سره مخامخ دي:

"په هوايي ډګر کې د هوايي ځواک څرخي الوتکې شته چې هر ساعت پسابند ولسوالۍ ته الوتنې او خپل اکمالاتکوي، خو د سيمې خلک له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي چې د سون موادو له قحطۍ سره مخامخ دي، ځکه دې ولسوالۍ ته غزېدلې لارې تړلې دي، دولت په پام کې لري چې دغه لارې خلاصې او په دې ولسوالۍ کې امن ټينګ کړي."

خو په پسابند ولسوالۍ کې مېشتو سرتېرو په سيمه کې د ازادي راډيو خبريال ته ويلي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، په کافي اندازه وسلې او مهمات نه لري.

د غور د والي وياند وايي د جنګجاى او مديرا په نامه هغه دوې پوستې بېرته د افغان قواوو لاس ته ورغلي چې دوى ورڅخه مخکې تاکتيکي شاتګ کړى و.

له څه باندې يوې اوونۍ راهيسې پر دې ولسوالۍ د وسله والو حملې روانې دي.