ځواک: د نادعلي ځینو سیمو پوځي عملیات روان دي

د هلمند والي وياند وايي د ناوې ولسوالۍ په څه باندې ٢ کيلومترۍ کې پوځي عمليات روان دي.

په دې ولسوالۍ کې روانه اوونۍ سختې جګړې وشوې چې وسله وال توانېدلي وو، د ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره ونيسي.

خو د هلمند والي وياند عمر ځواک له ازادي راډيو سره په خبرو کې نن، د دې ولسوالۍ وضعيت د ډاډ وړ وباله:

"د ناوې ولسوالۍ وضعيت فعلاً تر ډېره حده نورمال دى، هلته کوم مشکل نه شته، قوتونه په عملياتو بوخت دي، پرمختګونه شته، د ولسوالۍ له دوو تر درېيو کيلومترو پورې ساحه کې عمليات روان دي چې دغه ساحې به هم ډېر ژر تصفيه شي."

ځواک وويل تازه دمي ځواکونه د ناوې ولسوالۍ تر څنګ په نادعلي کې هم په پوځي عملياتو بوخت دي.

د هلمند والي حيات الله حيات ويلي چې په ناوې ولسوالۍ کې په مخامخ نښتو او هوايي حملو کې څه باندې ١٧٠ وسله وال وژل شوي او پنځه اتيا نور ټپيان دي.

ويل شوي چې په وژل شويو کې د طالبانو قوماندان دوست محمد هم شامل دى چې د بې ګناه انسانانو په وژنه کې يې لاس درلود.

طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.