ازبکستان داعش ته د وفادارۍ په تور ۵ تنه بندیان کړي

په ازبکستان کې يوې محکمې پنځه کسان له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د ملګري کېدو په تور بنديان کړي دي.

د ازبکستان په جنوب ختيځ د سمرقند سيمې محکمې دغه پنځه کسان په دې تور بنديان کړي چې غوښتل يې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له تروريستي سازمان سره ملګري شي.

دغې محکمې نن وويل، څلور نارينه او يوه ښځنه له لسو تر ديارلسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د محکمې په حواله له محکومو شويو کسانو درې تنه د روسيې په سوچي ښار کې د روسي چارواکو له خوا هغه وخت ونيول شول چې د ترکيې له لارې سوريې ته روان وو.

دوى بيا وروسته ازبکستان ته وسپارل شول.

د جولاى په لومړيو کې هم د سمرقند شپږ نور اوسېدونکي په سوريه او عراق کې له داعش ډلې سره د ملګري کېدو په تور په اوږدمهاله بند محکوم شول.

ګومان کېږي په عراق او سوريه کې به د ازبکستان او د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو په سلګونو اوسېدونکي د داعش سخت دريځې ډلې له غړو سره اوږه پر اوږه جنګېږي.