افغان لیکوال محمد اکرم عثمان له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د افغانستان فرهنګي شخصيت او ليکوال ډاکټر محمد اکرم عثمان پرون د نه اويا کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دى د دري ژبې وتلى ليکوال او څېړونکى و چې د خپل عمر ډېر کلونه يې داستان ليکنې ته ځانګړي کړي وو.

دى په وروستيو کلونو کې په سويډن کې اوسېده.