د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې وسله والو د سجان درې کلینيک ته اور اچولى دى.
د بغلان د روغتيا رياست مرستيال داکټر عبدالعليم غفاري ازادي راډيو ته وويل چې څه باندې پنځه زره کسانو له دغه کلینيک څخه ګټه اخيستله:
"په نهرين ولسوالۍ کې سجان يو فرعي کلینيک و چې له پنځو زرو تر اوو زرو پورې کسانو ورڅخه ګټه اخيستله او تېره شپه د دولت وسله والو مخالفانو کلینيک ته له طبي وسايلو سره يوځاى اور اچولى چې دغه کلنيک اوس له کاره لوېدلى دى."
چا د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.