روسیه وايي د سوریې رقعه کې پر داعش هوايي حملې کړي

د روسیې چارواکي وايي چې د لیرې واټن ویشتونکو بم غورځونکو جېټ الوتکو يې نن د سوریې په رقعه ښار کې د اسلامي دولت د وسله والو پر مرکزونو حملې کړې دي.

د سوریې په بل ښار حلب کې هم جګړې روانې دي.

حلب د سوریې په شمال کې له سترو ښارونو دی، ملګري ملتونه وايي، هغه موقع چې مسکو په حلب کې خلکو د مرستې رسولو لپاره ټاکلې، کافي نه ده.

په سوریه کې بشري فعالان وايي، د روسیې بمي حملو په رقعه کې لږترلږه ۱۱ تنه وژلي او ۲۰ ملکي کسان په کې زخمیان شوي دي.

په همدې حال کې، ترکیې غږ کړی چې په سوریه کې د افراطي ډلو پر ضد د عملیاتو لپاره د مسکو او انقرې ترمنځ زیاتې همکارۍ ته اړتیا ده.