د ټایلنډ یوه ټاپو کې کې چاودنو ۴ تنه وژلي

په ټایلند کې نن د بهرنیو سیلانیانو په یوه ټاپو کې په درنو چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي دي.

د تایلند پولیس وايي چې چاودنې د پوکیت، ترنګ او سورات تاني په نوم ښارګوټو کې شوې چې د سیلانیانو ترمنځ ډیر مشهور دي.

په تایلند کې پرون هم د هوا هین په ښار کې په چاودنه کې یو تن ووژل او ۲۰ تنه زخمیان شول چې اکثر په کې بهرني سیلانیان وو.

دا نه ده څرګنده چې د حملو شاته به د چا لاس و خو څارونکي د چاودنو وضعیت ته د کتنو پر اساس داسې اټکل کوي چې ښايي د حاکم "جنتا" ګوند مخالفو کړیو تر سره کړې دي.