د کندهار میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۴ ملکي وګړي وژلي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي چې د یاد ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر موټر چاودنې څلور کسان ووژل.

چاودنه نن سهار څه کم اته بجې د دې ولسوالۍ د شل غمي په سيمه کي د ملکي خلګو پر موټر شوې او پر مهال یې په موټر کې سپاره ټول کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک وایي، پېښه د سړک پر غاړه د وسله والو له لوري د ښخ کړل شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې او پر مهال په موټر کي څلور نارينه چي د دې ولسوالۍ بلې برخې ته يې سفر کاوه وژل شوي دي.

د سړک غاړي په ښخ کړل شویو ماينونو کې اکثره مهال ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په جنوب کي د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون پر دغه پېښه خواشني ښودلي.

د دې پېښې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.