د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته وویل، تروریزم یو ګډ ګواښ دی، داسې ګواښ چې دواړو هېوادو ته متوجه دی.
اشرف غني له نواز شریف سره پرون په ټلیفون خبرې وکړې.
د کوټې د چاودنې له امله یې خواخوږي څرګنده کړه او د پاکستان صدراعظم ته یې وویل چې ګډې هڅې په سیمه کې د تروریزم مخه نیولی شي.
د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې لږ تر لږه څلور اویا کسان ووژل چې اکثر یې وکیلان وو.