د فراه سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې ۵ تنه روغتیا پالان د نامعلومو کسانو لهخوا تښتول شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند ناصر مهري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته هغه مهال وتښتول شول چې د پشت کوه ولسوالۍ کلنیک ته په لاره وو.
نوموړي وویل، دا مهال د سیمهییزو مشرانو او د ولسوالۍ مقام لهخوا هڅې روانې دي تر څو دغه کسان بېرته راخوشې شي.
په دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې په فراه ولایت کې روغتیا پالان او صحي کار کوونکي د نامعلومو کسانو لهخوا تښتول کېږي.