د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو اهدافو او د سولې ملي ارمان ته د رسېدو لپاره ملي یووالی اړین دی.
ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د کندهار یوه قومي مخور او د هغه ولایت د ولایتي شورا د پخواني غړي حشمت خان خلیل کرزي د دویم تلین لمانځغونډې ته وویل، دښمن هغه څوک وژني چې پوهېږي افغانستان د خپلو ارمانونو په لوري بیولای شي.
هغه وویل چې د قرباني شویو خلکو ستر ارمان سوله وه او دې هدف ته به د ملي یووالي له لارې هڅه کوي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"زموږ ګډه عقیده دا ده چې زموږ ملي یووالی کله هم نهزیانمنېږي او د دې تپل شوې جګړې په وړاندې موږ بریالي کېږو، د سولې ارمان یوازې د شهید خان ارمان نهدی بلکې زموږ د ټولو اول او اخري ارمان سوله ده."
د حشمت کرزي د دویم تلین د لمانځغونډې په مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، د نورو ګڼو دولتي چارواکو تر څنګ پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي او ډېر هغه کسان چې ډېر وخت پر ملي یووالي حکومت انتقادونه کوي هم بلل شوي وو.
حشمت کرزی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هم کېده دوه کاله وړاندې د جولای د میاشتې په ۲۹ نېټه د کوچني اختر په دویمه ورځ د ځانمرګي بریدګر لهخوا چې د اختر مبارکۍ په جامه کې ورغلی و، ووژل شو.
افغان حکومت دا د ځنځیرهيي وژنو لړۍ بللې چې له دې وړاندې یې هم ګڼ شمېر قومي مشران، دیني عالمان، مطرح څېرې او حکومتي چارواکي وژلي دي.
احمد شاه مسعود، د سولې د عالي شورا رئیس برهانالدین رباني، احمد ولي کرزی او ډېر نور په ورته توګه وژل شوي خو حکومتیې د وژونکو په اړه د پلټنو پایلې نهدي څرګندې کړي.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یادې غونډې ته وویل چې دښمن د دې ډول وژنو له لارې غواړي د قومونو تر منځ درز پیدا کړي.
هغه وايي چې په سیمه کې د دا ډول ګواښونو د ختمولو لپاره په کار ده څو هغه هېوادونه چې د ښه او بد ترورېزم توپیر کوي پر خپلې کړنلارې بیا فکر وکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"د ملي یووالي حکومت عزم او اراده دا ده چې د ترورېزم څخه کله هم او په هېڅ شرط هم د سیمهییز یا خارجي اهدافو لپاره استفاده نه اخلي، ترورېست چې هر نوم لري او د نړۍ په هر ځای کې چې وي هغې ته موږ د ترورېست په سترګه ګورو او په وړاندې يې ځکه درېږو چې زموږ خلکیې قرباني دي."
افغان حکومت د حشمت خلیل کرزي د دویم تلین په مناسبت هغه ته د ولس د شهید لقب ورکړ او جمهور رئیس غني ژمنه وکړه چې په خپل پلرني کلي کې به په شخصي لګښت د هغه په نوم یو ښوونځی جوړ کړي.
افغان چارواکي په دې اړه چې د هغه قاتلین به هرو مرو د عدالت مېز ته راکاږي څه نه وايي خو ټینګار کوي چې د هغه د ارمانونو پوره کېدو ته چې سوله او تعلیم عام کېدل دي کار کوي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ