کوټه کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان کړي

د پاکستان په جنوب لوېدیځ ښار کوټه کې بمي چاودنې لږ تر لږه دیارلس تنه ټپیان کړل.

دا چاودنه نن د بلوچستان په مرکز کې هغه مهال وشوه چې د یوه لوړپوړي قاضي ظهور شاهواني موټر له سیمې تېرېده.

د دغې چاودنې د ټپيانو په ډله کې درې تنه پولیس هم شتون لري.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي چې په ټپیانو کې د څلورو تنو حالت نازک دی.

د ژغورنې یوه کارکوونکي عبدالرحمن له سیمي څخه رویټرز خبري اژانس ته وویل:

"د یوه قاضي موټر له دې ځایه تېر شو چې سمدستي چاودنه وشوه. د چاودنې له ځایه مو دیارلس تنه ټپیان پورته کړل او د ښار روغتون ته مو ولېږل."

تر دې څو ورځې وړاندې په همدې کوټه ښار کې د یوه روغتون مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ۷۳ تنه وژل شوي وو چې ډېری یې مدافع وکیلان وه.

دوی د اګسټ پر اتمه د یوه بل وکیل بلال کاسي د وژل کېدو په اعتراض کې په دې سیمه کې راټول شوي وو.

بلال کاسي د هغې ورځې په سر کې محکمې ته پر لاره ووژل شو.

په دې وروستیو کې په کوټه کې هدفي وژنې عامې شوې دي.