په سوریه کې یاغي ډلې وایي د روسیې لهخوا د ورځني درې ساعته اوربند له اعلان سره-سره چې نن باید پیل شوی وی، لا هم په حلب ښار کې جګړې دوام لري.
په حلب کې د جیشالنصره ډلې ویاند محمد رشید ویلي چې نن له سهاره د حلب ښار په راموسا سیمه کې حکومت د پرمختګ هڅه کوي او ډېر شمېر روسي جنګي الوتکو هم پروازونه کړي دي.
روسیې پرون ویلي وو چې له دې وروسته به هره ورځ د سهار له لسو د ماسپښین تر یوې بجې درې ساعته اوربند وشي څو سیمې ته بشري مرستې ورسول شي، خو نن تر ورکړل شوي وخت یو ساعت وروسته هم دغه ژمنه ظاهراً نهده عملي شوې.
د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې د حلب شاوخوا ته نېږدې دوه میلیونه کسان له لومړنیو امکاناتو پرته ژوند کوي.