د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي په "خواجه سبز پوش" ولسوالۍ کې یوه پنځه ویشت کلنه ښځه د نامعلومو کسانو لهخوا وژل شوې ده.
د دغې ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ښځه فوزیه نومېږي چې تېره شپه د نامعلومو وسلهوالو لهخوا لومړی ترې سر پرې شوی او بیا یې د چړې په وسیله بدن ټوک ټوک شوی دی.
د فاریاب د بشري حقونو کمېسیون ولایتي مشر سید حفیظ الله فطرت هم په دې پېښې اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي چې مېرمن فوزیه د کورني تاوتریخوالو له امله وژل شوې ده.
خو د فاریاب امنیتي چارواکي وایي چې د دغې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي او په اړهیې تحقیقات روان دي.