غني: افغانان به د روانې تحمیل شوې جګړې په وړاندې بریالي شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانان به د روانې تحمیل شوې جګړې په وړاندې بریالي شي او یوې دایمې سولې ته به ورسېږي.

ښاغلي غني نن دا خبرې د حشمت خان خلیل کرزي د شهادت د دویم تلین په مناسبت غونډې ته وکړې.

ښاغلی غني وايي:

"د سولې ارمان یوازې د حشمت خان نه بلکې د ټول ملت یوازینۍ هیله سولې ته رسېدل دي نو په یووالي سره به موږ دغو هېلو ته ورسېږو."

حشمت خان خلیل کرزی دوه کاله وړاندې په خپل کور کې په یوې ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.