مسؤلین: کونړ کې برېښنا فابریکه اړتیا نه‌شي پوره کولای

د کونړ ولایت د برېښنا ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا فابریکه نه‌شي کولای چې د دغه ولایت اړتیا پوره کړي.

په کونړ کې د برېښنا ریاست رئیس انجینر عبدالله ولي ازادي راډیو ته وویل چې د فابریکې بیا رغولو تړون لس کاله وړاندې یوه اوکرایني شرکت ته ورکول شوی و او هغوی دا کار په نمايي کې پرېښود.

ښاغلی عبدالولي وایي، هڅې پیل شوي چې له دغه شرکت سره شوی تړون لغوه شي او یو بل شرکت ته ورکول شي.

په کونړ ولایت کې د ترکاڼۍ ګڼې فابرېکې موجودې دي چې برېښنا یې د کار لومړیتوب دی او په یاده برخه کې د فابریکو د چلوونکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدلو په برخه کې ډېر اهمیت لري.